IQNA

علی په قرآن کې

په لیلةالمبیت  کې د ایثار او قربانۍ روایت

13:06 - January 16, 2025
د خبر لمبر: 3490477
آیکنا – د قرآن کریم په بقرې سورې کې  هغه کس ته اشاره شوې ده چې خپل ژوند ئې دخدای د خوشالۍ لپاره خرڅ کړی او خداوندمتعال  د خپلو بندګانو په نسبت مهربان دی.ډیری مفسران دغه آیت په لیلةالمبیث  کې د پیغمبر اکرم (ص) په ځای کې  په ویده کیدا ناظر دی.

قران کریم په بقرې سورې کې  فرمائي؛  وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ؛  

؛ او  له خلکو هغه څوک  دی چې خپل ژوند د خدای د خوشالۍ لپاره  خرڅوي،[د امیرالمؤمنین علیه السلام په څیر] او خداي په بندګانو ډير مهربان دی (بقره سوره – 207) 

ثعلبي  چې د اهل تسنن یو مشهور مفسر دی، له ابن عباس او سدي څخه نقل کوي چې ؛ هغه مهال چې  د اسلام ګران پیغمبر(ص) له مکې مدینې ته د هجرت فیصله وکړه،  دخلکو د امانتونو د سپارلو او  دهغوی دپيسو د وروکولو لپاره ئې  علی  خپل جانشین کړ او د شپې مهال  د ؛غارنور؛ په لور ئې حرکت وکړ او مشرکانو د هغه بزرګوار شاوخوا کلابند کړی . حکم ئې ورکړ چې  علی(ع) دهغه په بسترې ویده شي او یوه شین رنګه کپره (خضرمي) چې پخپله پیغمبر ته مخصوصه وه ، وباندې وغوړوله.

 په دغه وخت کې خداوندمتعال جبرائيل او میکائيل  ته وحي وکړه چې  ما د تاسو ترمینځ ورورولي ټينګه کړه او  په تاسو کې مو د یوه عمر  لا اوږد کړ، په تاسو کې کوم یو حاضر دی ، خپل نفس قربان کړئ او پر ځان د بل ژوند ته ترجیح ورکړئ، نو یو هم تیار نه شو ، دوي ته ئې وحی وکړه ، اوس  علی(ع) د پيغمبر(ص)  په بسترې ویده دی او  دخپل ژند قربانولو ته تیار دی ، لاړشئ مځکې ته او د هغه ساتونکي او محافظان شئئ.

کله چې جبرایئل د علی سر ته او میکائيل پيښو ته کیښناستلی ،نو جبرائيل  ووئيل؛ آفرین وي پر تا ائ علی ! خداوندمتعال  د تا په واسطه پر فرښتو ویاړ کوي. په دغه وخت کې  دغه آیت نازل شو او په هغه کې ئې د علی (ع) صفتونه  بیان کړل.

په دغه آیت کې ؛ خرڅونکی؛ انسان؛ او اخستونکی ؛خداي ؛  او مال ؛ژوند؛ او بیّه ئې د هغه دپاک ذات خوشالول دي، په داسې حال کې چې  په نورو موردونو کې  ددغه ډول معاملو  بیّه او ارزښت تل پاتې بهشت او له جهنم څخه نجات ذکر شوی دی.د آیت په پاي کې هم فرمائي؛ دوي د  خداوند متعال له نعمت او مهربانۍ  برخمن کیږي.؛ وَ اللَّهُ رَؤُفٌ بِالْعِبادِ».

ابن ابی الحدید معتزلي ددغه آیت د تفسیر په باب په دې اند دی چې په لیلةالمبیث د علی(ع) حماسه د تائيد وړ ده او له هغو کسانو پرته چې مسلمان نه دي او د مغزو نه لرونکي کسان  ورڅخه انکار کوي.

( د لازیاتې مطالعې لپاره  دغو سرچینو ته رجوع وکړئ؛؛؛ مسند احمد حنبل، ج1، ص348؛ سیره ابن‌هشام، ج2، ص29؛ تاريخ يعقوبى، ج 2، ص 39؛ شرح نهج‌البلاغه ابن ابی‌الحدید، ج3، ص370.)

https://iqna.ir/en/news/3491460

captcha